ایکنا – د ایران د اهل سنت حاجیانو د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه د نماینده په شتون او وینا او دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا کې د ګلستان ولایت د اهل سنت د نماینده او د حج او زیاراتو دچارو د ادارې دم شر په شتون او ویناؤ سره د فلسطین ددفاع لپاره په حج کې د اسلامي همپالنې او پیوستون په عنوان سره عمومی سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491214 خپرونې تاریخ : 2025/06/02
ایکنا – د بیلچیّم یو ۲۶ کلن ځوان، د زرګونو کیلومترو واټن په کچ کولو او د ۹ هېوادونو له تېرېدو وروسته په بایسکل د حج د فرض ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3491140 خپرونې تاریخ : 2025/05/19
ایکنا - پارس ټوډې – د پاکستان په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې مسئول په یولړ څرګندونو کې ووئيل، اقبال لاهوری (علامه محمد اقبال) د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب ځیری ورکړی ؤ.
د خبر لمبر: 3490570 خپرونې تاریخ : 2025/02/01
ایکنا - دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هغه نسل وژنه چې یو کال کیږي، په غزې کې دوام لري، ددرست بشریّت د ګډ شرم یوه تومنه ده او باید انسانیّت وژغورل شي.
د خبر لمبر: 3489984 خپرونې تاریخ : 2024/10/12
ایکنا – د پاکستان دشیعیانو خدای بخښلی رهبر سید عارف حسین الحسیني چې خپل ټول ژوند ئې د ولایت او امامت د چغې پورته کولو او د اسلامی وحت د یووالي په هڅو کې تیر کړ د ۱۹۸۸ کال د اګست په پنځمه نیټه د پاکستان د پيښور په جامعةالمعارف دینی مدرسې کې د سهار لمونځ له ادا کولو وروسته د استعماري تالی څټو په وسیله شهید شو.
د خبر لمبر: 3489644 خپرونې تاریخ : 2024/08/05
د پاکستان د پاراچنار سیمې داستان آخر څه دی؟
د خبر لمبر: 3489641 خپرونې تاریخ : 2024/08/05
ایکنا - د تایلینډ د قرآن او د حدیثو د علومو د پوهنتون مشر شیخ شافعي ناپاکون د شاه عبدالعظیم حسني د مقدس آستان له منجوَر(تولیّت) سره په کتنې کې ووئیل،د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه هیواد دی.
د خبر لمبر: 3489582 خپرونې تاریخ : 2024/07/24
ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول په اسلامی هیوادونو کې دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب او د رسول الله(ص) دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره دمقابلې لاره ده .
د خبر لمبر: 3488045 خپرونې تاریخ : 2023/10/02
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت په تهران کې د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکي دستورې نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسی په شتون او وینا سره د سرمشریزې په هال کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488043 خپرونې تاریخ : 2023/10/01
د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس چې د وبینار له لارې ترسره کیږي، په دوهمه ورځ د ایران او اسلامی هیوادونو یو شمیر شخصیّتونوپخپلو ویناؤ کې خپل نظرونه او نظرئې وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488035 خپرونې تاریخ : 2023/10/01
د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان کړي.
د خبر لمبر: 3487457 خپرونې تاریخ : 2023/06/11
ایکنا-(تهران)په اردن کې د ښاغلوپه برخې کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤپرون شپه په داسې حال کې د اردن د پاچا ملک عبدالله دوهم په شتون سره او د پنځو غوره کسانو په ستاینې سره پاي ته ورسید چې په دغو سیالیو کې د ایران استازي کوم مقام ترلاسه نه کړئ شو.
د خبر لمبر: 3487213 خپرونې تاریخ : 2023/04/18
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر د قدس د نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.
د خبر لمبر: 3487173 خپرونې تاریخ : 2023/04/12
ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره دخداي په آمانۍپه اړه په کتنې کې چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه چاره او یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487172 خپرونې تاریخ : 2023/04/12
ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو) کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168 خپرونې تاریخ : 2023/04/11
ایکنا-(تهران) د ګرګان ولایت د آزاد اسلامی پوهنتون دغونډو په هال کې په دوه ورځني سمینار کې د اسلامی وحدت په مناسبت درې ټوکه کتابونه او نرم آوزارونو په لسګونو مقالې هم نندارې ته وړاندې شوی.
د خبر لمبر: 3486909 خپرونې تاریخ : 2023/02/16
ایکنا-(تهران)ّپه سویډ او نورو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم او اسلامی سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي په تهران کې د اسلامی امت د وحدت او رسندویو په لومړني نړیوال کنفرانس کې په کلکه محکوم شو.
د خبر لمبر: 3486829 خپرونې تاریخ : 2023/01/31
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.
د خبر لمبر: 3486807 خپرونې تاریخ : 2023/01/26
ایکنا-(تهران)د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان له صهیونیسټي رژيم سره د څو اسلامی هیوادونو داړیکو د عادي کیدا او پر اسلامی نړۍ ئې داغیزو په باب ووئيل،له اسرائيلو سره دځينو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا په علمی او سیاسي مسئلو کې ددغو هیوادونو د کمزورتیا په دلیل ترسره شوي او دوي له صهیونیسټانو سره اړیکو ته مجبوره شوي دي.
د خبر لمبر: 3486345 خپرونې تاریخ : 2022/10/20
ایکنا-(تهران)په لندن کې د انګلستان د اسلامی مرکز په همت سره دشیعه و سني متفکرانو او عالمانو په شتون سره د اسلامی وحدت څلورویشتم کنفرانس په لندن کې جوړ شو او د اسلام ضده بروسې او په لویدیځ کې ئې پر زیاتیدا غور او بحث وشو.
د خبر لمبر: 3486340 خپرونې تاریخ : 2022/10/19